RTA Pashto
RTA Pashto
June 2, 2025 at 11:59 AM
اسرائیلي اشغالګرو د غزې په شمال کې د سږو د دیالیز یوازینی مرکز ویجاړ کړ؛ د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلي اشغالګرو د غزې په شمال کې د سږو د دیالیز یوازینی مرکز ویجاړ کړی. ورته مهال، د غزې د روغتیا وزارت د روغتونونو د برخې رییس مروان الحمس له الجزیرې خبري شبکې سره په مرکه کې د روغتونونو اوسنی وضعیت ناوړه بللی او د روغتیایي مرکزونو د ساتنې په برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کړې. دا په داسې حال کې ده، چې د غزې تړانګې پر بېلابېلو برخو د صهیونیستي رژیم په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي. #ملي‌تلویزیون
😢 😂 12

Comments