RTA Pashto
RTA Pashto
June 5, 2025 at 05:09 AM
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا یو ځل بیا هغه وړاندیز رد کړ، چې په غزه کې له شرط پرته د سملاسي او دایمي اوربند غوښتنه پکې شوې وه. امریکا یوازینی هېواد دی، چې دې وړاندیز ته یې پرون (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۴مه) منفي رایه ورکړه، حال دا چې د ملګرو ملتونو ۱۴ نورو غړو هېوادونو دا طرحه تایید کړه. د امریکا دې پرېکړې ته د روسیې په شمول د امنیت شورا غړو هېوادونو پراخه غبرګونونه ښودلي دي. دې شورا کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، امنیت شورا یو ځل بیا ولیدل، چې څوک سوله غواړي او څوک سیاسي لوبو ته ادامه ورکوي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا یو ځل بیا هغه وړاندیز رد کړ، چې...
😢 👍 😂 10

Comments