RTA Pashto
RTA Pashto
June 5, 2025 at 04:34 PM
اروپایي ټولنې د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې له افغانانو او د هغوی له چاپېریاله ملاتړ ته ژمن دي. یادې اتحادیې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له ملي او نړیوالو ادارو سره په همکارۍ د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې، پیاوړې کرنې، د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو د مخنیوي او د اوبو تأمین په برخو کې د افغان کروندګرو ملاتړ کوي. اروپایي ټولنې زیاته کړې، چې له افغانانو سره د خوندي او شین چاپېریال برابرولو، د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو او د دوامدارو دندو د رامنځته کولو په برخو کې هم همکاري کوي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: اروپایي ټولنې د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی، چې له افغان...
❤️ 3

Comments