RTA Pashto
RTA Pashto
June 9, 2025 at 12:37 PM
د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د کډوالۍ قوانینو د پلي کېدو پر ضد لاریونونه دوام لري. د راپورونو له‌مخې لاریون کوونکو د سړکونو د بندولو لپاره یو شمېر موټر او د خځلو سطلونه سوځولي، چې پولیسو یې په غبرګون کې ۲۷ تنه نیولي دي. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د لاریونوالو غلي کولو لپاره لاس‌انجلس کې د ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي وو، چې لاریون کوونکو ورسره نښته پیل کړې ده. دغه لاریونونه د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو پر ضد شوي دي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د کډوالۍ قوانینو د پلي کېدو پر ضد لاریونو...
👍 ❤️ 😂 6

Comments