RTA Pashto
RTA Pashto
June 11, 2025 at 07:44 AM
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې له اسلامي امارت سره په رغنده تعامل ټینګار وکړ. د اوزبیکستان ولسمشرۍ ریاست د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي میرضیایف ویلي؛ تر بل هر وخت زیاته اړتیا ده، چې په نړیواله کچه له اسلامي امارت سره تعامل وکړو. نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اقتصادي وده د سیمې د تل‌پاتې ثبات لامل کېږي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال فور...
❤️ 👍 7

Comments