RTA Pashto
RTA Pashto
June 12, 2025 at 03:35 AM
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، واشنګټن پرېکړه کړې چې په منځني ختیځ کې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي ګواښونو زیاتېدو له امله د خپلو کارکوونکو شمېر کموي. د رویټرز د راپور پر بنسټ، د دې پرېکړې له مخې به په کویټ، بحرین او عراق کې د امریکا سفارتونو کارکوونکو شمېر کم شي. د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې دواړو هېوادونو ګواښ وکړ، که اټومي مذاکرات ناکام شول نظامي اقدام به کوي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، واشنګټن پرېکړه کړې ...
👍 3

Comments