
RTA Pashto
June 13, 2025 at 06:13 AM
د ایران دولت پر یاد هېواد د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له ایران سره د جګړې پيل له زمري سره لوبې دي او د ایران دولت به د خپل هېواد او خلکو څخه د دفاع په لار کې لږ نرمي هم ونه کړي.
اعلامیه کې راغلي، چې د ایران دولت د اسرائیلو د پښېمانولو لپاره اړین دفاعي، سیاسي او حقوقي اقدامات پیل کړي دي.
همدا راز ایران د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د نړیوال نظم د سقوط پر وړاندې د خپل حیثیت او شتون څخه دفاع وکړي.
#مليتلویزیون

👍
😂
😢
❤️
14