RTA Pashto
RTA Pashto
June 13, 2025 at 07:11 AM
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ایران د اسرائیلو صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د اسرائیلو نظامي بریدونه د ایران د حاکمیت او اراضي بشپړ نقض او په ښکاره ډول د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي». همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ستر ګواښ بللي دي. #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Pashto: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ایران د ا...
👍 ❤️ 20

Comments