
RTA Pashto
June 13, 2025 at 11:22 AM
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر یاد هېواد د اسرائیلو وروستي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د ایران ولس او مسولین به د دې بریدونو پر وړاندې چپ پاتې نه شي او د ایران مشروع او ځواکمن ځواب به، اسرائیل پر خپلو بریدونو پښېمانه کړي.
ښاغلي پزشکیان زیاته کړې، لکه څنګه چې ایران د سیمې او نړۍ د سولې او ارامۍ لپاره هڅې کړي، د بریدونو په ځواب او د مشروع دفاع لپاره به هم په کلکه اقدام وکړي.
#مليتلویزیون

👍
❤️
😮
😂
28