
Shoor Media / شور میډیا
May 18, 2025 at 08:42 AM
هېواد کې د ملاامانو او اذان کوونکو لپاره له جوماتونو څخه کورونو ته د برښنا تارونه غځول منع اعلان شول.
د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئيس ښاغلي امير عبدالله جهاند په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې، د جوماتونو لپاره ځانګړي شويو مېټرونو برېښنا؛ يوازې د همدې عبادتځايونو د روښانتيا، اوبو او اړونده چارو لپاره کارول کېږي.
هغه زیاتوي چې، له دې مېټرونو برېښنا څخه هر ډول ګټه اخيستنه په کلکه منعه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مارچ میاشت کې د ا.ا مشر شیخ هبة الله اخونزاده له لوري هېواد کې د جوماتونو د برښنا لګښتونه معاف شول.
هغه له دولتي ادارو غوښتي وو چې په اینده کې د یادو لښګتونو د تادیې غوښتنه نه کوي خو دقیقه څارنه دې کیږي، ترڅو د مسجدونو برق په نورو ځایونو کې استعمال نه شي"
***

👍
❤️
😂
7