
Shoor Media / شور میډیا
May 18, 2025 at 10:07 AM
د ایران مشهد کې دا.ا قونصل فیضان الله ناصري نن سهار د زړه سکتې له امله مړ شوی.
لوړپوړي ط.الب چارواکي احمدالله وثیق د خواشینۍ ترڅنګ د هغه مړینه تایید کړې.
فیضان الله ناصري د ا.ا اړوند (الامارة عربي) ویبپاڼې چلونکی پاتې شوی.
د ایرنا اژانس د رپوټ له مخې، ناصري له تېر کال راهیسې د مشهد سرکنسولګرۍ د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د شمال ختیزې څانګې مشر احمد معصومي پر دې مناسبت د تسلیت پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، چې پر مرګ یې خواشینی دی.
***

😢
👍
😂
7