
Shoor Media / شور میډیا
May 20, 2025 at 02:09 PM
له امریکا وروسته،
اروپايي ټولنه هم پر سوریې لګېدلي بندېزونه لېرې کوي.
د فرانسې خبري اژانس راپور له مخې، د اروپايي ټولنې ټولو ۲۷غړیو هېوادونو استازو هوکړه کړې چې پر سوریې لګېدلي بندېزونه لېرې او ډېر ژر رسمي اعلان وکړي.
پر سوریې لومړي پراخ بندېزونه د ۲۰۱۱ کال په ترڅ کې لګول شوي وو، کله چې د بشار الاسد رژیم پر ضد ولسي پاڅونونه پیل شول.
دا بندېزونه د بشري حقونو د سرغړونو، تاوتریخوالي، او د ولسي خلکو د ځپلو له امله لګېدلي وو.
***

❤️
👍
4