Shoor Media / شور میډیا
Shoor Media / شور میډیا
May 27, 2025 at 04:55 AM
مالیې وزارت: نږدې ورځو کې به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدې مرستو ویشلو لړۍ پېل شي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپلې ایکس پاڼې له لارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لومړۍ ربعې (حمل، ثور او جوزا) نغدي مرستې به په راتلونکو ورځو کې د ټول هېواد په کچه، مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ووېشل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرستې به په نوبت‌وار ډول وېشل کېږي او ټول مستحقین به ترې برخمن شي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۶۸۵زره یتیمان، معلولین او کونډې ثبت دي چې له جملې یې ۳۹۵زره یتیمان، ۱۹۱زره معلولین او ۹۸زره کونډې دي. ***
Image from Shoor Media / شور میډیا: مالیې وزارت: نږدې ورځو کې به یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نغدې مرست...
❤️ 👍 6

Comments