
Shoor Media / شور میډیا
May 27, 2025 at 03:26 PM
د پورونو له وجې،
هند کې د یوې کورنۍ ۷غړو ځان وژنه کړې.
د هند پنچکوله سیمه کې د یوې کورنۍ اوو غړو د پورونو له وجې د زهرو په خوړولو ځانونه مړه کړي.
د پونیت رانا په نوم یو عیني شاهد د انډیا ټودی ورځپاڼې ته وايي چې، "د شپې پرمهال له خپل ملګري سره روان و، چې یو ولاړ موټر یې ولیده، شپږ تنه پکې مړه وو او یو د زنکدن پرمهال ورته وویل چې له بانکونو زیات پوروړی دی، خپلوان یې شتمن دي خو له دوی سره یې مرسته نه کوله، نو ځکه یې پخپله او په ټولو زهر وخوړل."
هغه زیاتوي، " کله چې پولیس راغلل او دوی یې روغتون ته ورسول، وروستي تن هم ساه ورکړه."
په مړو شويو کې ۴۲کلن پربین متل، د هغه مور او پلار، مېرمن یې، دوه لورګانې او یو زوی شامل دي.
یادې پېښې په خواله رسنیو کې پراخ غبرګونونه پارولي.
***

😢
👍
😮
5