
Shoor Media / شور میډیا
June 7, 2025 at 10:21 AM
کندهار کې د ا.ا رهبر شیخ هبة الله اخونزاده د اختریزې وینا مهم ټکي:
۱: نړۍ غواړي افغانستان کې یو ځل بیا د دیموکراسۍ نظام رامنځته کړي، خو د دیموکراسۍ وخت تللی، او اوس اسلامي نظام حاکم دی.
۲: زموږ د تېرو ۵۰کلونو جګړه د ایمان او عقېدې پر بنسټ وه، دا چې اسلامي نظام حاکم دی نو جګړه هم پایته ورسېده.
۳: اسلام د انسانیت ژغورنې لار ده، خلک دې پرې ځان پوهه کړي او دیني عالمان دې له اختلافاتو تېر شي.
۴: ځینې خلک د امریکا په ملګرتیا ویاړي، خو تر ټولو لویه ظالمه همدا امریکا ده، پرون یې افغانستان کې ظلم کاوه او نن یې فلسطین کې کوي.
۵: د نشه يي توکو کښت مو د سیاسي موخو لپاره نه دی بند کړی، په اسلام کې جواز نلري نو ځکه منع اعلان شول.
۶: مسؤلین د ظلم لپاره نه؛ بلکې د شريعت او د خلکو حقونو تأمین لپاره مقرر شوي.
۷:په ټوله نړۍ کې اوسمهال یواځې افغانان د دین ساتونکي او مجاهدین دي، ښه او بریالۍ ازموینه یې ورکړه.
۸: په یو اسلامي نظام کې خیرغوښتل/سوال کول بده خبره ده، د همدې له امله مو خیرات غوښتونکي ټول کړل او معاشونه مو ورته حواله کړل.
۹: خپل خپل مسؤلیتونه باید پوره کړو، که تاسو کې اطاعت او موږ کې شفقت نه و، بدګماني وه نو دغسې نظام نه پاتې کیږي او امن له منځه ځي.
۱۰: نړۍ زموږ ملي یووالي او نظام نه شي برداشت کولی، ځکه خو سپکې سپورې او تبلیغات کوي.
۱۱: موږ ژمنه کوو چې د الله ج د دین خلاف یو قدم هم نه اخلو.
۱۲: موږ افغان مېرمنو ته عزت او حجاب ورکړ، بداخلاقي مو ختمه کړه، خو دوی (امریکا) فلسطین کې پر خلکو ټوپک نیولی او وژني یې. مګر موږ باندې تنقید کوي چې ښځې کار او تعلیم ته نه پرېښودل کیږي، یا حجاب اغوندي.
***

❤️
👍
12