فکري سمون
فکري سمون
June 5, 2025 at 06:14 PM
*د عرفې ورځې روژه نیولو فضیلت!* د ابی قتاده - رضي الله عنه - نه روایت دی، چې : سُئِلَ رسول الله - صلى الله عليه وسلم - عن صَومِ يَوْمِ عَرَفَةَ، قَالَ: «يُكَفِّرُ السَّنَةَ المَاضِيَةَ وَالبَاقِيَةَ» ۱ *ژباړه:* رسول الله - ﷺ - څخه د عرفې ورځې د روژې په اړه وپوښتل شو، نو رسول الله - ﷺ - وفرمايل: « دا د تېر او راتلونکې کال ګناهونه بښي». رواه مسلم. *وضاحت:* د عرفې (د ذو الحجې نهمه) په ورځ روژه نیول د تېر او را تلوونکې کال صغیره (واړه) ګناهونو د بښلو لامل کېږي. *درسونه:* • د عرفي په ورځ روژه نیول مستحب دي. • که چېرې حاجې د عرفې په ورځ په روژه نیولو ضعیفه کېږي، ستړی کېږي او ذکر او دعا کول ترې پاتې کېږي، بیا دې روژه نه نیسي. ٢ *یادونه:* سبا جمعه عرفې ورځ ده نو کوښښ وکړئ چې روژه اوسئ ترڅو په حدیث شریف کې یاد ستر اجر وګټئ. ________ ١. بخاري شریف روایت کړی ـ صحيح البخاري ـ كتاب الصوم - باب استحباب صيام ثلاثة أيام من كل شهر وصوم يوم عرفة وعاشوراء والإثنين والخميس. ٢. حاشية الطحاوي على مراقي الفلاح - كتاب الصلاة فصل في تحية المسجد وصلاة الضحى وإحياء الليالي ص: ٤٠٠ بدائع الصنائع - فصل أنواع الصيام - فصل شرائط أنواع الصيام - ٢ / ٧٩ الموسوعة الفقهية الكويتية ۲۸ / ۹۱
❤️ 🌹 7

Comments