
حماد الأفغاني
May 18, 2025 at 05:33 AM
*د ګناه پېغور*
*رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې خپل مسلمان ورور ته د کومې ګناه پېغور ورکړي، له مرګ مخکې به دی پخپله په هغه ګناه اخته کیږي. عن معاذ بن جبل قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من عير أخاه بذنب لم يمت حتى يعمله. رواه الترمذي والطبراني.*
*د حدیثو شارحین لیکي: بل ته د ګناه پېغور ورکول له هغې ګناه بدتره ګناه ده. او دا کار زموږ ټولنه کې ان ځینې هغه خلک هم کوي چې د دینداري ادعا لري! یو څوک له ګناه منعه کول د ثواب او لوی اجر کار دی، خو دا کار #حکمت او پوهه غواړي او په پېغور او سرزوري هیڅکله نه کیږي. بلکي ګناهونه زیږوي.*
❤️
👍
3