حماد الأفغاني
حماد الأفغاني
May 25, 2025 at 12:22 PM
*#مفتيانو لپاره دقیقه مسئله!* د الله ﷻ او رسول ﷺ مقابل کې د خلکو رضا او خوښه ترلاسه کول حرام کار دی. (یحلفون بالله لکم لیرضوکم، والله ورسوله احق أن یرضوه)، مولانا تهانوي رحمه الله د دې موضوع په ترڅ کې کاږي: متاسفانه د دین په برخه کې هم د خلکو د خوشالولو هڅې کیږي! د بېلګې په توګه یوه مفتي صیب نه کوم نابلده کس د یوې مسئلې پوښتنه وکړي، نو ځواب او فتوی په ډاګه او لکه څرنګه چې یې هماغسې ورته بیان کړي. خو که کوم شناخته او ملګری همدا مسئله ورنه وپوښتي، یا داسې څوک د همدې مسئلې باره کې پوښتنه ورنه وکړي چې هغه څه ګټه ورته رسوي یا مرسته ورسره کوي؛ نو بیا فتوی هماغسې نه وي، لکه کوم نابلده ته یې چې ورکړې یي! بلکې دلته فتوی نرمه یي او اسانتیاوې په کې رایستل شوې یي! او دا د الله ﷻ او رسول ﷺ د رضا په مقابل کې د خلکو د خوشالولو په ګناه کې راځي. مولانا تهانوي رحمه الله دلته یوه ټوکه راخیستې ده هغه داسې چې چرته د کوم ملا امام په کلیوالو کې دوه خانان وو، یو موسی خان او بل عیسی خان نومیده، نو ملا صیب به چې کله لمانځه کې د "الأعلی" سورت تلاوت کوه وروستی ایت به یې داسې تلاوت کوه: صُحُفِ ابراهیم و عیسی وموسی. خطبات حکیم الأمة 16/15
❤️ 3

Comments