{صابرکـــــندهاری} B.A.S.K
{صابرکـــــندهاری} B.A.S.K
June 3, 2025 at 07:15 AM
*له پــند اوخونده ډکه کیـــسه* یو هلک به تل یوه انجلۍ تعقیبوله او تل به پدې هڅه کې ؤ،چې له انجلۍ سره اړیکه ټینګه کړي،یوه ورځ انجلۍ ورته ودریده او ورته یې وویل،یوه خبره درته کوم،غوسه کیږي خو نه؟؟؟ هلک:نه،غوسه کیږم نه!!! انجلۍ د ځان د خلاصون لپاره داسي وویل:څو ورځې مخکې زما ورور غوښتل چې ستا له خور سره اړیکه ټینګه کړي او په همدې لټه کې دی. هلک:احساساتي شو او په غوسې کې یې داسې خبرې پیل کړې،چې ستا ورور زما ناموس،کورنې او عزت ته سپکاوی کړی،پرته له وهلو او ډبولو یې نه پریږدم. انجلۍ وویل:نور زما په طرف سترګې هم کږې نه کړې،ځکه زه هم د چا ناموس او عزت یم،زه هم د چا خور یم،که بیا داسې اشتباه وکړې،پرته له وهلو او ډبولو به دې څوک پرېنږدي، ماته د عزت په سترګه وګوره،ترڅو ستا ناموس ته هم خلک په عزت وګوري،یوه خبره په یاد لره،تل د خپل عزت ساتنه وکړه،هیڅکله هم د نورو د بې عزته کولو هڅه مه کوه،هلک چې د انجلۍ غاښ ماتونکي ځوابونه واریدل،سر یې ټیټ کړ،بخښنه یې وغوښته او لاړه!!! نوټ: دا د هغو خلکو د ژوندانه داستان دی،چې د نورو خلکو د عزت لوټلو ته لکه وحشي لیوان په کمین کې ناست وي،مګر د ځان په اړه د دارنګه کړنو هیڅ زغم نه لري. مسلمان تل باید د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په دغه حدیث ځان وتلي،ترڅو د انسانیت حقوق یې ټولنه کې په سمه توګه اداء کړي وي(څه شی چې د ځان لپاره خوښوې،نو د بل مسلمان لپاره هم خوښ کړه) *ویی لولی لایک او شیر یی کړی کیدایسی ستا په یوواري شیر کولو سره زیات مسلمانان اصلاح سي* *B.A.S.K*
❤️ 👍 13

Comments