
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
May 16, 2025 at 06:05 PM
منځني ختیځ ته د ټرمپ سفر او څو لنډې خبرې!
هغه ورځ چې هلاکو بغداد ته ننوت، نو علما،تاجران،قاضیان او
نور لوړ پوړي چارواکي یې و.و.ژ/ل.
بیا یې خپلو عسکرو ته وویل:مستعصم ژوندی پریږدۍ،ترڅو مونږ ته خزانې وښایي،نو مستعصم بیا له دوۍ سره ولاړ، د سرو او سپینو زرو پټې خزانې یې ورته وښودلې.
تر دې چې که ده نه وی ښودلی،نو مغولو دا ځایونه نه شو پیدا کولی.
کله چې هلاکو دا ټولې خزانې واخیستې نو، وروسته یې وخندل او عسکرو ته یې امر وکړ،چې مستعصم په لغتو ووهي،
تر دې چې په همدې توګه یې مـ.ـ.ـړ کړ.
تاریخ پوهان وایي:بنوعباس چې په پنځه پیړیو کې کومې شتمنۍ جمع کړې وې،هلاکو په یوه شپه واخیستلې.
تاریخ پوهان وایي:هغه څه چې د پیړیو،پیړیو لپاره د اسلامي امت لپاره بسنه کوي،امریکا او غرب یې په یوه شپه اخلي.
که چیرې د اسلامي هېوادونو نظامونو دغه شتمنۍ،د خپلو ملتونو په زده کړو،څیړنو او مرستو مصرف کړي ، نو دوۍ به تر ټولو غښتلي ملتونه وو.
پرون د متحده ایالاتو او سعودي عربستان تر منځ، د( ۱۴۲ میلیارده ډالرو سلاح اخیستنې توافقنامه وشوه)،چې دغه شتمنۍ د |سر۱یلي پوځ لپاره اووه کاله کفایت کوي.
خو، کاش(!) دغه توافقنامه ددې جوګه شي چې په غــ.ـ/زه کې بې وسه مسلمانانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د داخلیدو اجازه ورکړل شي.