امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
امام ترمذي انلاین اکاډمي IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY
June 8, 2025 at 11:25 PM
د شیخ مصطفی له لوري ټرمپ ته عجیبه بلنه او د ډونالډ ټرمپ دقیق ځواب لیکوال: صلاح المختار یو مصري شیخ، ټرمپ اسلام ته رابولي... او ټرمپ څه ډول ځواب ورکوي؟ دا یو خیالي خو ژور مانا لرونکی لیک دی، چې د امت د سقوط، ضعف او ذلت ژور انځور وړاندې کوي. د ټرمپ ځواب شیخ مصطفی ته: ستا ویډیويي پیغام مې ترلاسه کړ، چې زه دې پکې اسلام ته بللی یم. ستا د ليک بڼه د هغو لیکونو په څېر وه چې ستاسو پیغمبر محمد (صلى الله علیه وسلم) د وخت پادشاهانو ته لېږلي وو: د روم قیصر، د ایران کسرا او د مصر مقوقس ته. احساسات مې را و پارېدل چې دا بلنه د کومې شاهي ماڼۍ څخه را استول شوې، خو راته وویل شول چې ته د نیل سیند پر غاړه، د مصر په یوه کلي کې اوسیږې. ته نه د حکومت له کسانو یې؛ نه قدرت لرې ؛ بلکې یوازې د شرعي مسایلو لکه نکاح، طلاق او زکات په اړه فتواوې ورکوې. خو زه به دې حیران کړم؛ ما ستا پیغام جدي ونیوه او ژور فکر مې پرې وکړ، خو هېڅ داسې دلیل مې ونه موند چې ستا د بلنې منلو ته مې و هڅوي. ته څنګه ما اسلام ته را بولې په داسې حال کې ستاسو مشران مې په يوه اشاره حضور ته را زغلي؟ آیا ښه نه ده چې اول هغوی اسلام ته دعوت کړې؟ څنګه دې د داسې دین بلنه راکوله چې حتا تاته یې د غزې په لوري د يو ګام اخيستلو احساس نه دی در کړی؛ حال دا چې خلک یې زموږ په وسلو وژل کېږي؟ تا ولې د مظلومانو د دفاع لپاره له نورو خلکو ړومبی قیام ونه کړ؟ آیا هغوی ستا د دین ورونه نه دي؟ ته ما څنګه داسې دین ته بولې چې حتی دا جرات درنه اخلي چې د خپلو حاکمانو پر وړاندې "د حق خبره" وکړې؟ هغه حاکمان چې د غزې پر ضد توطئې کوي؛ په محاصره‌ کې یې شریک دي او د لوږې په خپرولو کې لاس لري؟ زه چې څو ورځې مخکې، له درې عربي هېوادونو (سعودي عرب، قطر او امارات) نه راستون شوم ، څلور تریلیونه ډالر مې له ځان سره راوړل! که نور هم هلته پاتې شوی وای، دوه برابره مې ترې اخیستلی شوای! آیا ستاسو اسلام دا ډول د مسلمانانو د شتمنیو غلا روا ګڼي؟ یا لږ تر لږه، ستاسو چوپتیا توجیه کوي؟ ته د هغوی کارونه ردولی نه شې؛ خو ما اسلام ته دعوتوې؟ ما خو ستاسې له واکمنانو یواځې پیسې او غلامي ولیده؛ ما خو له هغوی سره د اسلام عزت و نه ليده. ته ما په داسې حال کې اسلام ته را بولې چې ستاسو امت ۵۶ ټوټې شوی دی! تاسو د اسلام خبره کوئ؛ خو د خپلو هغو حاکمانو پر وړاندې د یوه غږ جرات نه لرئ؟ چې زما په يوه اشاره اطاعت کوي! ای شیخ مصطفی! د نیویارک، فلوریډا، کلیفورنیا او نورو ایالتونو په کوڅو کې د غزې ملاتړ لپاره مظاهرې ترسره شوې؛ خو له تاسو هیڅ لغریون ونه لیدل شو . بلکه تاسو مظاهره حرامه ګڼلې ځکه چې "نارینه او ښځینه یو ځای کېږي !" یو ماهر امریکایي پيلوټ چې میلیونونه ډالر پرې لګول شوي وو ، د غزې د حالاتو له امله يې ځان وسوځاوه او مړ شو... خو ته په آرامۍ سره په خپل کور کې ناست یې، خوراک کوې ، څښاک کوې او ښایي فتوا دې هم ورکړې وي چې دا پيلوټ جهنم ته ځي ځکه خپل ځان یې سوځولی! زه له ځانه پوښتم: داسې دین ته دې ولې در بللم چې حتی ستا په پیروانو کې يې د منلو هیڅ انګیزه نه تر سترګو کېږي؟ آیا واقعاً تاسو مسلمانان یاست؟ راځه چې ستا قطب‌نما درته سمه کړم : ستاسو پیغمبر محمد (صلى الله علیه وسلم)، په مکه کې له هجرت وړاندې هېڅ پادشاه ته لیک نه دی لېږلی؛ که یې لېږلی وای، څه به یې ویلي وو؟ آيا ويلي به یې و چې موږ ضعیف یو، محاصره شوي یو، وږې یو، شکنجه کېږو؟ هغه دا لیکونه یواځې له هجرت وروسته واستول ، کله چې یې حکومت جوړ کړی و او قدرت یې درلود. لیکونو یې دا پیغام درلود: "اسلام راوړه، سلامت پاتې شه" — دا یوه بلنه وه د اقتدار سره. دا کار هغه څوک کولی شي چې ریښتینی ملاتړ ولري. دا پیغام ځکه مؤثر و چې په مدینه کې د اسلامي تمدن عملي نمونه موجوده وه. ای شیخ مصطفی! هغه بلنه چې محمد (صلى الله علیه وسلم) ورکړې وه، ریښتینې وه، نه دا ډول بلنه چې ته یې له خپل کور یا د تلویزیون له پردې ورکوې، حال دا چې یوازې ستا اندیښنه د حیض او نفاس فتواوې دي! ګمان مه کوه چې موږ امریکایان خوشاله یو! زموږ سرمایه‌داري نظام موږ ستړي کړي یو، زموږ کورنۍ یې ویجاړې کړې، ټولنه مو له منځه تللې، او موږ یې یو له بل سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره جنګېدونکو لېوانو ته اړولي یو. موږ داسې مرحلې ته رسېدلي یو چې حیوانات هم هغه نه قبلوي: نارینه له نارینه سره واده کوي ، ښځې له ښځو سره! داسې ټولنه چې د فطرت له هرې نښې بې‌برخې ده... زه د دې انحرافاتو پر وړاندې له ټول وس سره مبارزه کوم ؛ خو کله چې وینم همدا انحرافونه ستاسو د ټولنو نخبګانو ته هم رسیدلي، زړه مې بدېږي! نو ستاسو اسلام چېرته دی چې ما ورته رابولئ؟ په ایوانکا او د هغې پر مور مې قسم، که چېرته تاسو اسلام د خپل پیغمبر او خلفاوو په څېر پلی کړی وای، موږ به لومړني کسان وو چې ورګرځېدلي وای. موږ دې دین ته اړتیا لرو ، نه د دین زیاتوالي لپاره؛ بلکې د سرمايه داري لجنزار او کثافاتو نه د ځان د ژغورنې لپاره. خو څه وکړو، چې تاسو خپله له عملي کولو وېرېږئ؟ په پای کې، زه درته عز بن عبدالسلام در په‌ یادوم؛ هغه چې د حق خبره یې وکړه او د ظالمانو عرشونه یې ولړزول، بې له دې چې ویره ولري. ای د نفاق شیخه! له تا غواړم د هغه لار تعقیب کړې؛ د حق خبره وکړه، د الله په لاره کې د هېچا له ملامتیا مه وېرېږه. سړی شه، لکه څرنګه چې ستا رب درته امر کړی؛ خپل حال بدل کړه، لکه څنګه چې ستاسو پیغمبر بدل کړ. هغه پولې چې موږ ستاسو تر منځ ایښې، ړنګې کړئ، هغه تختونه چې موږ ستاسو پر اوږو ایښي، نسکور کړئ او خپل ریښتینی اسلام یې پر کنډوالو جوړ کړئ... که تاسو دا وکړل، نو بیا به بلنې ته اړتیا نه وي. زه به پخپله، د خپل قوم په سر کې، ستاسو خاورې ته هجرت وکړم...
Image from امام ترمذي انلاین اکاډمي                       IMAM THIRMIZI ONLINE ACADEMY: د شیخ مصطفی له لوري ټرمپ ته عجیبه بلنه او د ډونالډ ټرمپ دقیق ځواب  لیک...
😢 😭 👍 😊 🙏 🥹 17

Comments