Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
May 28, 2025 at 09:34 AM
*د ذوالحجې لومړيو نهو ورځو پېښې او د روژو فضيلت يې* *لومړۍ ورځ:* پۀ دې ورځ باندې څلوېښت کاله وروسته حضرت آدم(عليه السلام) ته بښنه وشوه. پۀ دې ورځ روژه نيونکي/روژه نيونکې ته به د حضرت آدم(عليه السلام) پۀ څېر بښنه وشي. *دوهمه ورځ:* پۀ دې ورځ د حضرت يونس(عليه السلام) دُعا قبوله شوې وه او ماهي لۀ ګېډې څخه راوتلی ؤ. پۀ دې ورځ روژې نيونکی/روژې نيونکې ته دومره آجر ده لکه يو کال عبادت يې چې کړی وي او د سترګو د رپ په اندازه نافرماني يې نه وي کړې. *دريمه ورځ:* پۀ دې ورځ حضرت زکريا(عليه السلام) په ۹۰ کلنۍ کې له الله(جل جلاله) څخه اولاد غوښتی و او الله(ﷻ) يحيیٰ(عليه السلام) بچی ورکړ. د دې ورځ روژې نيونکي دُعا به الله(ﷻ) د حضرت زکريا(عليه السلام) پۀ څېر قبوله کړي. *څلورمه ورځ:* پۀ دې ورځ حضرت عيسیٰ(عليه السلام) زېږېدلی دی. د دې ورځې روژتي څخه به الله(ﷻ) فقيري، مسکيني او سختي لرې کړي. *پنځمه ورځ:* پۀ دې ورځ حضرت موسیٰ(عليه السلام) زېږېدلی دی. د دې ورځ روژه لرونکی به الله(ﷻ) لۀ منافقت څخه بري کړي او دې نارينه/ښځينه ته به د قبر عذاب نه ورکوي. *شپږمه ورځ:* پۀ دې ورځ حضرت محمد مصطفیٰ(ﷺ) ته الله(ﷻ) د خيرونو فتح ورکړې وه، کاميابي يې ورکړې وه، د خير او نېکۍ دروازې يې پرې راخلاصې کړې وې. د دې ورځې روژه ساتونکي ته به الله(ﷻ) د رحمت په نظر وګوري او الله(ﷻ) به نه ورته پۀ غوصه کيږي. *اوومه ورځ:* پۀ دې ورځ د جهنم دروازې بنديږي او تر هغه پورې نه خلاصيږي تر څو چې د ذوالحجې لس ورځې تېرې شوې نه وي. د دې ورځې روژې څښتن باندې به الله(ﷻ) دېرش د سختۍ دروازې بندې کړي او دېرش د آسانۍ دروازې به پرې راخلاصې کړي. *اتمه ورځ:* دې ورځې ته "يوم التروية" وايي. پۀ دې ورځ حاجيان د بيت الله شريف څخه احرام تړي او شپه "مينې" ته وړي بيا سهار وختي د عرفات په لور روانيږي. د دې ورځې روژه نيونکي اجر الله(ﷻ) څخه پرته چاته معلوم نه ده. *نهمه(عرفات) ورځ:* حضرت آدم(عليه السلام) او بي بي حوا(رضي الله تعالیٰ عنها) څلوېښت کاله بېلتون څخه وروسته ملاقات پۀ عرفات کې سره شوی ؤ. د دې ورځې روژه لرونکي ته به الله(ﷻ) دغه روژه د تېر او راتلونکي کال د ګناهونو کفاره وګرځوي. *مأخذ: درة الناصحين، ص. ۳۱۴- ۳۱۵.*
Image from Muhammad Shakeel: *د ذوالحجې لومړيو نهو ورځو پېښې او د روژو فضيلت يې*    *لومړۍ ورځ:* پۀ...
❤️ 👍 3

Comments