Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
June 2, 2025 at 06:37 AM
*ځانونه مه وژنئ!* وايي: ”يو سړی لۀ ژوند څخه ډېر تنګ ؤ، د ژوند پۀ ډېرو ستونزو کې ايسار ؤ، پۀ دې سربېره ډېر قرضداری هم ؤ. د ستونزو او قرضې څخه د خلاصون پۀ موخه يې د لوړ بيلډينګ څخه ځان راوغورځولو او د همدې بيلډينګ لاندې پۀ پرونر(قيمتي موټر) باندې ور ولوېدلو. د ياد کس لاسونه او پښې مات شول، خو مړ نه شو. پۀ دې سربېره د موټر جوړولو 2000 ډالره تاوان نور هم ور باندې واوښتلو.“ د ستونزو حل پۀ *ځان وژنه* کې نه دی، بلکې پۀ معقول فکر او د ژوند بدلولو پۀ هڅو کې دی. د ژوند مثبت بدلون لپاره لۀ همت څخه کار واخلئ! ان شاءالله! ژوند به مو آسانه شي ځکه الله عزوجل پۀ سورة الشرح کې فرمايي: فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا۝ ژباړه: بې شکه! پۀ هرې سختۍ پسې آساني هم شته. *څرګندونه:* دا څۀ موده پۀ پرلاپسې ډول پۀ رسنيو کې د ځان وژنې خبرونه خپريږي. د *صحت عامې* مسؤولين بايد د پېښو سيمو ته رسيده ګي وکړي، د پېښو لاملونه ولټوي او حل ورته ومومي.
Image from Muhammad Shakeel: *ځانونه مه وژنئ!*   وايي: ”يو سړی لۀ ژوند  څخه ډېر تنګ ؤ، د ژوند پۀ ډې...
👍 ❤️ 💯 5

Comments