Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
June 7, 2025 at 08:29 AM
*د تغذيې مديريت* د تغذيې مديريت د انسانانو پۀ ژوند کې ډېر د اهميت وړ ده ځکه د سؤ تغذيې(د خوړو کموالي يا د خوړو ډېروالي) لۀ کبله انسان ته بېلابېلې ناروغۍ پيدا کيږي. لۀ همدې کبله د "تغذيه او روغتيا" پۀ نوم يو ځانګړی کتاب د طب پۀ پوهنځيو کې تدريس کيږي. سؤ تغذيه چې د نړۍ پۀ هېوادونو کې نن سبا لويه ستونزه ده، د حل لپاره يې پۀ نړۍ کې بېلابېلې ادارې فعاليتونه ترسره کوي. پۀ اسلام مُبارک دين کې د سؤ تغذيې مخنيوي ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. پۀ لوی آختر کې د قربانۍ ترسره کول چې يو واجب عمل دی، پۀ ټولنه او نړۍ کې د خوارځواکۍ د ستونزې ګراف پۀ لويه پيمانه راټيټوي ځکه د قربانۍ پۀ پايله کې د ټولنې د ټولو طبقو خلکو ته پۀ کافي اندازه غوښې رسيږي. د دې ترڅنګ پۀ اسلام کې د غذايي موادو افراطي استفادې څخه هم منع شوې ده. *الله(ﷻ) فرمايي: وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ[سورة الأعراف، آيت: ۳۱]* ژباړه: او خورئ! او څښئ! او اسراف مه كوئ! الله، اسراف كوونكي نه خوښوي.
Image from Muhammad Shakeel: *د تغذيې مديريت*   د تغذيې مديريت د انسانانو پۀ ژوند کې ډېر د اهميت وړ...
❤️ 👍 💯 7

Comments