Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
June 8, 2025 at 04:38 AM
اداري فساد د تقوا کمی نه، بلکې تخنيکي ستونزه ده. هندو پۀ ښه سېستم کې امين مګر مسلمان پۀ بد سېستم کې فاسدېږي، ځکه که وری د پټي پۀ پولو څروې يوه ورځ به خامخا فصل ته خوله اچوي، مګر دا چې دېوال يې ترمنځ ودرول شي. هر هغه مشر چې تر لاس لاندې اداره کې يې فساد پۀ تخنيکي لحاظ ناممکن کړی نه وي، پۀ خپله فاسد يا اقلاً بې‌کفايته دی. هوښياران وايي: بې‌نظمي چې څومره آرمانونه وژني، هومره يې غربت نۀشي وژلی. نو په وعظونو نه کېږي، د فساد مخنيوی يوه واسطه‌پروف مېکانيزم ته اړتيا لري. *#ويښتيا* *ډاکټر کليم الله "وردګ"*
❤️ 👍 4

Comments