Muhammad Shakeel
June 8, 2025 at 12:44 PM
ـ پۀ موبایل لۀ ډاکټرانو څخه لارښوونې وغواړئ، خو د مرض پۀ تشخیص اېښودلو او نسخه ليکلو/لېږلو یې مه مجبوروئ! ځکه نۀ لۀ دې لارې پوره تاريخچه اخيستل کېدلای شي او نۀ هم فزيکي معاینات ترسره کېږي!
دا (پرته لۀ ډېرو ځانګړو حالتونو) مسلکي جرم، شرعي تخطي او لۀ خپل صحت سره بې باکي ده!
ـ که مو پۀ مخ کې کوم ډاکټر ستاسو د پوښتنې د ځوابولو لپاره کتاب یا موبایل ته مراجعه کوله، پسخند مه پورې وهئ! دا د معاصر مسلکيت نښه ده، دی/دا نه غواړي تاسو ته نيمګړي معلومات در انتقال کړي او یا مو پۀ خوشې ګمان تداوي کړي ځکه د نړۍ قانون دی، چې د هوښیارانو ذهني امپراتوري اکثرا پۀ کشمکش کې وي او پۀ مشورو کې یې هم احتياط لۀ ورایه برېښي، او احمقان پۀ خپل کوچني ذهني کوهي کې خلاصې تڼۍ ګرځي او د عواقبو پۀ نظر کې نيولو پرته غوڅې مشورې ورکوي!
نو خپل مخلصین وپېژنئ! او د دوی د توهین پۀ هڅه خپل معقولیت تر سوال لاندې مه راولئ!
*ډاکټر کليم الله "وردګ"*
👍
❤️
💯
4