
Muhammad Shakeel
June 8, 2025 at 02:00 PM
*ډاکتران او د دوا شرکتونه*
۱: ډاکټران د دوا لۀ شرکتونو سره یوازې د مریض د ګټې پۀ خاطر اړيکې ساتلی شي. د دوی پۀ علمي کنفرانسونو کې اشتراک او د هغوی لۀ ډالۍ شویو خوړو څخه (د دیني او کلتوري موانعو پۀ نه موجودیت کې) استفاده کوالی شي. تر سلو ډالرو پورې بیه لرونکې یوازې علمي شيان(لکه کتاب یا پۀ یوه آنلاین یا آفلاین کتابتون کې د اشتراک کارت) او یا طبي الات(لکه ستاتسکوپ، ترمومیټر او نور... ) ډالۍ هم منلی شي!
د کره معلوماتو لۀ مخې، د دوا د شرکتونو لۀ خوا ډاکټرانو ته د ځینو هېوادونو سفرونه اکثرا لۀ علمي او طبي پولو بهر د غیر اخلاقي رشوت بڼه لري، چې د عفت خاوندان یې باید وړانديز خپل توهین وبولي.
۲: که چېرې کوم ډاکټر ته د دوا د شرکت لۀ خوا(د پیسو پۀ بدل کې) پۀ یوه کنفرانس کې د دوی د یوه تولید د معرفي کولو وړانديز وشي، د مستندو معلوماتو او څېړنو پۀ رڼا کې یې معرفي کوالی شي، خو دا به پۀ ډاګه کوي چې دی د دې پۀ بدل کې مالي امتیاز ترلاسه کوي، ترڅو خلک د بې پرې والي پۀ ګمان ټول معلومات پۀ پټو سترګو ونه مني!
څومره شرموونکې ده چې یوه ډاکټر ځان پۀ یوه شرکت برالا پلورلی وي، نسخه، لوحه، قلم، فرنېچر او یخچال یې د هغوي پۀ نښانونو ککړ وي، او بیا د علمي او مریض-محوره تداوۍ دعوه هم ولري.
*#عفت_او_قناعت*
*ډاکتر کليم الله "وردګ"*

❤️
👍
💯
6