Muhammad Shakeel
Muhammad Shakeel
June 11, 2025 at 08:22 AM
*د زړۀ حملې پۀ لوبغاړو کې ډېرې شوې دي او که ډېرې کړې يې دي؟* پۀ تېر لنډ وخت کې زيات لوبغاړي د زړۀ د حملو لۀ امله مړه شول. د ورزشي فعاليت زياتوالي لپاره؛ لۀ ناسمو موادو څخه استفاده د اکثرو پېښو لامل کېدلی شي. د ورزشکارانو پۀ واسطه، نارينه جنسي هورمون(انډروجن/ټېسټېسټېرون) يا نور انابوليکو سټرايډونه چې د عضلاتو تقويت او د ورزش زياتې وړتيا پۀ موخه استعماليږي، د زړۀ د حملې، سکتې، د رګونو ناروغيو او د لوړ فشار لامل ګرځي ځکه د پورته موادو استفادې لۀ امله د HDL سويه د زياتېدو پۀ ځای کميږي او LDL سويه د کمېدو پۀ ځای زياتيږي. پۀ پورته ستونزو سربېره د يادو موادو څخه استفاده پۀ نارينه ورزشکارانو کې خصيې خرابوي چې پۀ پايله کې د سپرمونو جوړېدل/افرازېدل دواړه کميږي او د شنډوالي لامل ګرځي. که ښځينه ورزشکارانې ور څخه استفاده وکړي؛ نو پۀ مخ يې وېښتان را زرغونيږي، غږ يې نارينه ته ورته کيږي، د پوستکي رنګ يې سور کيږي او مياشتنی عادت يې ورسره بنديږي. ځينې نور ورزشکارن چې د بدني وړتیا زياتولو پۀ موخه د کوکائينو او Amphetamine څخه استفاده کوي، امکان لري چې د ورزش پۀ مهال د ناڅاپي مړينې لامل هم وګرځي. *مأخذ: ګايټن فزيولوژي، چ. ۸۵، ص. ۱۰۸۳.*
Image from Muhammad Shakeel: *د زړۀ حملې پۀ لوبغاړو کې ډېرې شوې دي او که ډېرې کړې يې دي؟*   پۀ تېر ...
👍 ❤️ 💯 💖 😢 🥰 11

Comments