
Muhammad Shakeel
June 11, 2025 at 02:02 PM
حديث کې راځي چې رسول(ﷺ) يو سړی د بني اسد قبيلې څخه يو تن چې ابن التبية نومېده، د زکات پۀ راټولولو وګماره. د زکات راټولولو وروسته چې دا کس راغلو؛ نو ويې وئيل چې: ”دغه مال ستاسې دی او دغه مال ماته خلکو د ډالۍ پۀ توګه راکړی دی.“ رسول(ﷺ) پاڅېده او خطبه يې وفرمائيله چې: ”يو مامور چې مونږ يوې سيمې ته واستوو، بيا د خپل ماموريت لۀ ترسره کېدو وروسته وايي: دغه مال ستاسې او دغه بله برخه ماته د ډالۍ پۀ توګه راکړل شوې ده؛ نو دا سړی(مامور) د خپل پلار او مور پۀ کور کې ولې نه کېني؟ چې وګوري بيا خلک ورته ډالۍ رالېږي او که نا؟“
*مأخذ: د اسلام اقتصادي نظام، ص. ۸۳.*

❤️
👍
🤲
8