اداره نشراتی الرباط
اداره نشراتی الرباط
June 7, 2025 at 12:10 AM
د سږ کال لوی اختر په رارسېدو د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار بڼه متفاوته او ځانګړې ده په داسې حال کې چې سبا شنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې او د هېواد په ګوټ-ګوټ کې خلک د اختر د لمانځلو په چمتووالي بوخت دي، د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار هم نن شپه د بې سارې ګڼه‌ ګوڼې او د پېر او پلور د تاوده بازار شاهد دی. د زرنج ښار هټيوال او اوسېدونکي د اختر په رارسېدو د ښار د تنظيم او ښکلا په برخه کې د ښاروالۍ او د امنيت په ټينګښت کې د امنيتي ځواکونو هڅې‌ ستايي او د عبدالمالک په نوم يو تن هټيوال وايي: «زه له دولت څخه ډېر منندوی يمه، چې زموږ لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي او يوه ارامه فضا یې رامنځته کړې، په بازار کې ډېره ګڼه ګوڼه ده، خلک د بېلابېلو اړتيا وړ توکو په پېرلو بوخت او د ښار نظم هم د پخوا په پرتله څو چنده ښه شوی». د يادونې وړ ده، چې د هېواد په لوېشت لوېشت خاوره د بې ساري امن په ټينګښت نه يواځې نيمروز بلکې د ټولو ولايتونو د سږ کال اختر لمانځنه له بېل رنګ او حالت څخه برخمنه ده.

Comments