🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                May 18, 2025 at 11:07 AM
                               
                            
                        
                            د یوه بزرګ څخه یې وپوښتل ولې دومره آرام او هوسا یې؟
ويې ویل: د کلونو مطالعې او تجربې وروسته مې خپل ژوند پر پينځو اصولو بناء کړی دی:
*١- پوه شوم چې زما رزق بل څوک نه خوري، نو آرام او هوسا شوم.*
*٢- پوه شوم چې الله تعالی هر وخت او هر ځای ما ویني، نو حیاء مې وکړه.*
*٣- پوه شوم چې زما کارونه بل څوک نه را اجراء کوي، نو کوښښ مې وکړ.*
*٤- پوه شوم چې مرګ حتمي دی، نو ځان مې ورته چمتو کړ.*
*٥- پوه شوم چې نیکي او بدي له منځه نه ځي او بیرته یې*
*پایله ما ته را ګرځي، نو ګناه او بدي می پریښوده.*
*او دغه پنځه اصله هره ورځ په خپل ذهن کې را تازه کوم.*
🌺🌺🌺🌺🌺
🌿🌿🌿🌿🌿
~منصور کابلی~