🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
May 28, 2025 at 03:02 PM
د عُروج په دنګو څوکو زوال راغی . په اُمَّت د محمَّد ﷺ چي وبال راغی . نه بیا فارس تري ډاریده او نه قدیم روم . خپل منځي کي د وحدت چه جدال راغی . فاتحین د اروپا اوس نه ښکاریږي . په ټاپونو د آسو کي چه خال راغی . د اُمَّت د برم تل ساتونکي وه خو . په سرونـــو د عربـــو دجال راغی . اوس نه توره لري نه لینده او غشی . په ځوانانو باندي دغسي حال راغی . د جهــــاد او د غزاوو فکر مات شو . نن هَوَس چه د شهوت او د مال راغی . د احساس وګړي مړه یا لیوني شوه . د وِجدان او د ضمیر چه سوال راغی . بدره ستا مفکوره ځکه شوه تورنــــه . نن خو فکر د مُضِل او د ضال راغی . *~الـــــیاس کــــــابلی~*
Image from 🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹: د عُروج په دنګو څوکو زوال راغی . په اُمَّت د محمَّد ﷺ چي وبال راغی .  ...

Comments