
🌹🌴{مــــــــــنصور"کـــابلی"}🌴🌹
June 2, 2025 at 05:20 PM
د پلچرخي زنداني
ليکنه: سلطان سعود
انس په واټساپ زنګ کړی و، غږ يې لوېدلی و، ما ویل څنګه دې غږ لوېدلی؟ خير خو ده وروره، مریض خو به نه یې؟
ویل يې نه؛ نه يم مریض.
انس ویل چې له صلاح الدین نه خبر یې؟
ما ویل نه ولې، خير خو ده؟
ویل هغه ورځ په ۰۲۰ شمېره له یوې نامعلوم نمبر څخه زنګ راغی، له اوکې کولو سره سم يې له خندا را غبرګه کړه.
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،
څنګه يې ګرانه!
ما ویل صلاح الدینه ته يې؟!
ویل هو، زه یم.
ما ویل څنګه دې له دفتري نمبر نه زنګ راغی، خير خو به وي، هسې نه وظيفه دې اخیستې وي.
ویل، نه وروره پلچرخي کې یم، ما ویل هلته څه چشي کوې؟
ویل بندي یم.
د صلاح الدین هغه دروند او زړور غږ ورو ورو په سلګيو بدلېده، ما ویل ته اوس دومره بې غیرته شوې چې د جها-د پر سر بندي يې مګر بیا هم ژاړې!؟
ویل نه وروره نه!
د امت له حاله ژاړم، مونږ ته خو د امت د دفاع د روحیې روزنه راکړل شوې وه، نن چې په خپله روزنه عمل کوو، مجرمین یو.
ژاړم پر دې چې هم د پلچرخي د زندان مسئولین مجا-هد-ین دي، هم يې ساتونکي مجا-هد-ین دي، هم یې خادمین مجا-هد-ین دي، هم يې زندانیان په دې جرم راوړي چې مجا-هد-ین دي.
ژاړم پر دې، چې دا خلګ به رب العالمین جل جلاله ته څه ځواب لري؟
ما ویل صلاح الدینه، په دې کیسو مه خفه کېږه، کېدای شي مونږ به نه پوهېږو، همدا مشران و چې مونږ يې د نوم په اخیستلو فخر کوو، تر اوسه يې د اسلام نوم هماغسې هسک ساتلی...
صلاح الدین زما خبرې را پرې کړې ویل؛ وروره!
هغه ورځ ناروغ شوم، نو کلينک ته د وړلو په وخت کې یو مجا-هد رامخته شو، تر لاس یې ونیولم ویل راځه چې ځو ډاکټر ته، کله چې د بیولو لپاره امبولانس راغی، نو یو بل مشر مجا-هد ور غږ کړ: لاسونو ته يې زولنې ور واچوه، هسې نه وتښتي، په دې وخت کې له ما نه چیغه ووته، بې هوښه شوم، ټول خلک حیران وو چې په صلاح الدین څه وشول، خو چې کله په هوش راغلم، ډاکټر مې سر ته ولاړ و، ما ویل زه چېرته یم؟ ویل د پلچرخي په کلينيک کې.
لېږ وروسته هماغه مجا-هد راغی چې په ما يې سترګې ولږېدې، رامنډه يې کړه، ویل شکر چې را جوړ شوې.
د مجا-هد سترګې له اوښکو تکې سرې اوښتې وې، سر ته مې کېناست، ویل صلاح الدینه! ستا په زړه کې به ډېرې کیسې وي، مګر مونږ څه وکړو، مونږ هم کمزوري یو.
دا مجا-هد مې سر ته ناست و، بس په سلګيو کې یې کیسې راته شروع کړې، ویل صلاح الدینه!
اول به همدې مشرانو ویل چې په جها-د کې د مور او پلار اجازې ته ضرورت نشته، ما خپله بوډۍ مور او سپینږیری پلار تنها پرېښودل، هغه وخت د ننګرهار په تشکیل لاړم، بیرته چې راغلم مور مې زما په تلو دومره خفه شوې وه چې د زړه حمله پرې راغلې وه، ځای پرځای وفات شوې وه، پلار مې هم يوازې په اشاره غږېد، نور یې وجود کې ساه نه وه پاتې، نه د مور له وفاته چا خبر کړی یم نه د پلار له ناروغي.
پلار مې ماته ځمکه خرڅه کړه، زه هغه وخت لا کشر وم چې ماته يې واده وکړ، کله چې ننګرهار ته په تشکیل لاړم، زما ماشومان هم بې سرپرسته پاتې شول. د تره زوی مې په تېر نظام کې مامور و، یوه شپه زه په کور وم، چې مجا-هد-ین راغلل، زما په مخ کې یې هغه وواژه، مګر ما هيڅ ونه ویل ځکه زه يې خپله په مرګ پسې ګرځېدم.
صلاح الدینه وروره!
دا ده اوس خو فتحه راغله، شکر دی اسلامي نظام راغی، له الله تعالی نه ډېر راضي یم، چې په خپل ژوند مې د اسلام سپين بيرغ ولید چې په کابل کې رپیږي.
زما همدا آرمان و، چې اسلامي نظام راشي، نور په ژوند بل آرمان نلرم.
د مجا-هد سلګۍ په ژړا بدلې شوې، ما يې په تندي لاس کېښودږ ما ویل مه ژاړه زمریه، دا به د الله تعالی خوښه وي چې مونږ يې په سترو امتحانو کې ایسار کړي یو.
مجا-هد ویل، چې صلاح الدینه وروره! تر څو چې دلته پلچرخي ته را تبدیل شوي یم، هره ورځ راباندې کال شي، زه وایم الله تعالی ته به څه ځواب لرم، چې اخر مو د جها-د په جرم مجا-هد-ین نيول.
ما دې مجا-هد ته ډاډ ورکړ، ورته مې وويل چې خپل ځان کنټرول کړه، کورنۍ در غاړې ده، الله مکړه که څه درباندې وشي، نو ماشومان به دې…
زما هم سلګۍ په ژړا واوښتې، ما او مجا-هد ښه ډېر سره وژړل، کله چې زه بېرته زندان ته راغلم، په دويمه اونۍ خبر شوم، چې مجا-هد په همغه ورځ وظيفه پرې اېښی وه، له همدې ځایه تللی و، له سرحد نه هغې خوا په یوه کمین کې په شها-دت رسېدلی و.
صلاح الدین ما ته د مجا-هد د کورنۍ ادرس راکړ، ویل ورشه پوښتنه هم پرې وکړه، که یې څه ته ضرورت و، له بدرالدین سره د چندې روپۍ اېښې دي، په هغه د آختر سودا، د ماشومانو جامې او نور هر څه ته يې چې ضرورت و، ټول ورته پوره کړه.
صلاح الدین ویل چې بیا که ترتيب وشو خامخا زنګ درته کوم، اوس زما د ټليفون نوبت پوره کېږي.
مبیل قطع شو او زه بې شمیره سوچونو په مخه کړم.
یا رب العالمین ذاته دا له څه ډول حالاتو سره مخ یو، ستا فرض حکم څوک نه مني، مونږ څه وکړو، له یوې خوا د اسلامي نظام دفاع او استحکام، له بلې خوا د امت د مظلومیت ساندې او زړه بوږنوونکې ترهېدلې کريغې…
که مسئولینو ته ګورو، د سړي زړه وسوځي، څومره په اخلاص اخته دي، خلیفه صیب مبارک شپه او ورځ لکه یو عادي مامور لګیا دی، تر څو د اسلامي نظام ریښتینولي ثبات پیدا کړي، نور خلک بیا د شيخ صیب حفظه الله له ادرسه د جها-د د انکار خبرې کوي.
چې کله له علماوو سره کېنو، هیڅوک هم دا قناعت نشي راکولای چې جها-د نشته، ټول علماء وايي چې دا زور په چا کې نشته چې له جهاد څخه انکار وکړي.
مګر د سټېج په سر په ښکاره وايي چې دا جها-د د نفس غوښتنه ده، نه د خدای، العیاذ بالله په څلورو کلونو کې د رب العالمین د احکامو دومره تغیر؟
څه وکړو، چاته وژاړو، له چا يې پوښتنه وکړو…!؟
اې د مجا-هد-ینو او غازيانو ربه!
ته مو له باقي امتحانونو څخه وساتې.
ته زمونږ سینې د خپل دین د حفاظت لپاره خلاصې کړه.
آمین یا رب العالمین
#کاپي
*~الیـــــاس کـــــابلی~*
