PTM-United States
PTM-United States
May 28, 2025 at 02:33 AM
د پښتون ژغورنې غورځنګ — د متحده ایالاتو مرکزي کمېټه رسمي بیانیه نېټه: 05/27/2025 د متحده ایالاتو مېشتو ټولو افغانانو د پام وړ ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! د پښتون ژغورنې غورځنګ — د امریکا څانګې له لوري، له تاسو ټولو څخه د غورځنګ سره د مینې، ژمنتیا، او د خپل ولس د حقونو لپاره د ستاسې هر ډول هڅو، ناستو او همکارۍ څخه صمیمانه مننه او قدرداني کوي. د غورځنګ هر فعالیت، ناسته او پروګرام باید د تنظیمي اصولو او د مرکزي مشرتابه سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شي. له همدې امله، له تاسې ټولو په خورا درنښت هیله کیږي چې د غورځنګ چارې په امریکا کې د یو منظم، متحد او همغږي ټیم په چوکاټ کې د اصولو مطابق او د مرکزي کمېټې په رهنمایۍ مخ ته یوسئ. هر هغه حرکت یا پروګرام چې د مرکزي کمېټې له اجازې او تفاهم پرته ترسره کېږي، نه یوازې دا چې د غورځنګ د منشور او اصولو خلاف دی، بلکې دا ډول بې‌نظمه کړنې کولی شي د افغانانو تر منځ د نفاق او بې‌اتفاقۍ سبب شي، چې د غورځنګ د ملي موخو سره هېڅ ډول مطابقت نه لري. له همدې امله، د پښتون ژغورنې غورځنګ — د متحده ایالاتو مرکزي کمېټه په خورا درنښت له ټولو هم‌فکره، مخلصو او ملتپالو افغانانو غوښتنه کوي چې: - یواځې هغه پروګرامونه تعقیب او ملاتړ کړئ چې د غورځنګ له رسمي ادرس (د امریکا مرکزي کمېټه) اعلان شوي وي. - له هغو پروګرامونو او فعالیتونو چې د افرادو له‌خوا د غورځنګ د نوم څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخیستل کېږي، ډډه وکړئ. په یووالي کې قوت دی. راځئ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منشور پر بنسټ، خپل حرکت د اصولو، انضباط او په پوره همغږۍ سره مخته یوسو. په درناوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ — د متحده ایالاتو مرکزي کمېټه
❤️ 5

Comments