
PTM-United States
165 subscribers
About PTM-United States
PTM-USA Official WhatsApp Channel. Stay updated on Pashtun rights, news & events.
Similar Channels
Swipe to see more
Posts

د پښتون ژغورنې غورځنګ — امریکا څانګې لخوا افغانانو خویندو او وروڼو! په داسې حال کې چې نړۍ د لوی اختر خوښي لمانځي ،زموږ پر مظلومو ولسونو بیا هم د پاکستاني ریاست لخوا پرله پسې ظلم او وحشت روان دی. په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ډرون بریدونو شهیدانو په وير کې نېکمرغه لوی اختر نه ، بلکې ماتم دی. د داسې بدبختیو د خلاصون لپاره باید د یوه مسؤل قام په څېر مټې را ونغاړو او د قام د خپلواکۍ ، سوکالۍ لپاره نه ستړې کېدوونکي مبارزه وکړو ترڅو مو ولسونه په خپل وطن او خپل اختیار د خوښیو ډک اخترونه ولري. اختر مو مبارک، د شهیدانو یاد دې ژوندی وي، او د ولس درد دې زموږ د فکر محور وي. درنښت پښتون ژغورنې غورځنګ — امریکا

Today, a heartbreaking tragedy unfolded in North Waziristan. A pregnant woman from the Datta Khel region was on her way to Miranshah Hospital to give birth—carrying the hope of a new life. But the roads were blocked under a ruthless curfew imposed by the Pakistan Army. She cried for help. Her family tried everything to get her through. But the armored checkpoints, the military barricades, and the silence of oppression stood in their way. She died on the roadside. Not because of fate, but because of the cruelty of a Pakistani army. This is not an isolated incident. This is the daily reality under military occupation in Waziristan. The Pakistan Army has turned our homeland into a prison—where even the right to give birth, to live, to breathe freely, has been crushed under boots and guns. How many more mothers must die before the world hears our screams?

د امریکا مېشتو افغانانو د پام وړ ! د پښتون ژغورنې غورځنګ — متحده ایالات، د کلیفورنیا ایالت د وروستیو تحاولاتو وروسته د کلیفورنیا ایالت مېشتو افغانانو د غورځنګ د ایالتي چار د سمبالولو په پار ښاغلی بسم الله جان بسیم ته د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې دا سپېڅلی مسولیت ور وسپاره. د کلیفورنیا ایالتي کوردېناتور او ور سره د ایالتي ټیم تشکلیلاتي جوړښت په لاندې ډول در پېژندل کیږي.


PTM U.S. Central Committee Media Update The PTM United States Central Committee held a productive and strategic meeting with media coordinators from state chapters across the country. The session focused on strengthening coordination, outlining clear responsibilities, and aligning media strategies for unified messaging across all platforms. All state chapter media coordinators will now operate under a cohesive framework directed by the PTM U.S. Central Media Coordinator, ensuring consistency, accuracy, and solidarity in our communication efforts. Together, we amplify the voice of justice. ✊🏽

د پښتون ژغورنې غورځنګ — د متحده ایالاتو مرکزي کمېټه رسمي بیانیه نېټه: 05/27/2025 د متحده ایالاتو مېشتو ټولو افغانانو د پام وړ ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! د پښتون ژغورنې غورځنګ — د امریکا څانګې له لوري، له تاسو ټولو څخه د غورځنګ سره د مینې، ژمنتیا، او د خپل ولس د حقونو لپاره د ستاسې هر ډول هڅو، ناستو او همکارۍ څخه صمیمانه مننه او قدرداني کوي. د غورځنګ هر فعالیت، ناسته او پروګرام باید د تنظیمي اصولو او د مرکزي مشرتابه سره په بشپړه همغږۍ کې ترسره شي. له همدې امله، له تاسې ټولو په خورا درنښت هیله کیږي چې د غورځنګ چارې په امریکا کې د یو منظم، متحد او همغږي ټیم په چوکاټ کې د اصولو مطابق او د مرکزي کمېټې په رهنمایۍ مخ ته یوسئ. هر هغه حرکت یا پروګرام چې د مرکزي کمېټې له اجازې او تفاهم پرته ترسره کېږي، نه یوازې دا چې د غورځنګ د منشور او اصولو خلاف دی، بلکې دا ډول بېنظمه کړنې کولی شي د افغانانو تر منځ د نفاق او بېاتفاقۍ سبب شي، چې د غورځنګ د ملي موخو سره هېڅ ډول مطابقت نه لري. له همدې امله، د پښتون ژغورنې غورځنګ — د متحده ایالاتو مرکزي کمېټه په خورا درنښت له ټولو همفکره، مخلصو او ملتپالو افغانانو غوښتنه کوي چې: - یواځې هغه پروګرامونه تعقیب او ملاتړ کړئ چې د غورځنګ له رسمي ادرس (د امریکا مرکزي کمېټه) اعلان شوي وي. - له هغو پروګرامونو او فعالیتونو چې د افرادو لهخوا د غورځنګ د نوم څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخیستل کېږي، ډډه وکړئ. په یووالي کې قوت دی. راځئ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منشور پر بنسټ، خپل حرکت د اصولو، انضباط او په پوره همغږۍ سره مخته یوسو. په درناوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ — د متحده ایالاتو مرکزي کمېټه

د ملي شعور په هکله د مشر منظور پښتین زرین ټکي.

https://www.facebook.com/share/1DWnJBsagC/?mibextid=wwXIfr

د بنو ننی لاریون د لاندې لېنک له لارې څارلی شئ. https://www.facebook.com/share/v/196c5tvRvf/?mibextid=wwXIfr