PTM-United States
PTM-United States
June 6, 2025 at 04:21 AM
د پښتون ژغورنې غورځنګ — امریکا څانګې لخوا ‏افغانانو خویندو او وروڼو! ‏په داسې حال کې چې نړۍ د لوی اختر خوښي لمانځي ،زموږ پر مظلومو ولسونو بیا هم د پاکستاني ریاست لخوا پرله پسې ظلم او وحشت روان دی. ‏په شمالي وزیرستان کې د وروستیو ډرون بریدونو شهیدانو په وير کې نېکمرغه لوی اختر نه ، بلکې ماتم دی. ‏د داسې بدبختیو د خلاصون لپاره باید د یوه مسؤل قام په څېر مټې را ونغاړو او د قام د خپلواکۍ ، سوکالۍ لپاره نه ستړې کېدوونکي مبارزه وکړو ترڅو مو ولسونه په خپل وطن او خپل اختیار د خوښیو ډک اخترونه ولري. ‏اختر مو مبارک، د شهیدانو یاد دې ژوندی وي، او د ولس درد دې زموږ د فکر محور وي. ‏درنښت ‏پښتون ژغورنې غورځنګ — امریکا
👍 🙏 2

Comments