خبرونه
خبرونه
June 5, 2025 at 04:24 PM
د تکبیرات تشریق حکم https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J د تکبیراتِ تشریق حکم دا دې چې د ذوالحجې ۹ تاریخ ( صبا ته د جمعې ورځ ) د سهار لمانځه څخه د ذوالحجې ۱۳ تاریخ د مازدیګر لمانځه پورې (یعنی په 23 لمانځونو کې ) د هر فرض لمانځه نه پس د سړیو لپاره په لوړ آواز او د زنانه ؤ لپاره په ښکته اواز صرف یو ځل ویل واجب دي. لهذا چې کوم شخص یې قصدا پریږدي نو هغه ګناه ګار دی استغفار ویل ورته په کار دي. البته که سهوا ترې پاتی شي نو بیا یې ګناه نشته ، البته استغفار بیا هم کول په کار دی. تکبیرات تشریق څو ځلې ویل په کار دي؟ د هر فرض لمانځه څخه وروسته فقط یو ځل ویل واجب دي، او فقط یو ځل ویل په سنتو ثابت هم دي، د یو ځل نه زیات ویل سنت ندي. امام شامی رح په رد المحتار کې فرمائی چې :د یو ځل څخه زیات ویل د سنتو خلاف دی، نو غوره خبره دا ده چې باید صرف په یو ځل اکتفا وکړی شي'' ۔فقط والله اعلم . په افغانستان کې صبا( د جمعې ورځ) د عرفې ورځ ده، صبا ته روژه هم ونیسئ او د صبا سهار لمانځه وروسته تکبیرات تشریق هم شروع کړئ. همدا شرعی حکم دی او په موږ تاسو همدا لازم دي..

Comments