خبرونه
خبرونه
June 13, 2025 at 07:58 AM
*‏د ایران په اسلامي جمهوریت د صهیونیستي رژیم د بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې* د افغانستان اسلامي امارت د اسرائیلو لخوا د ایران په اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، ‏په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غندي. دا تجاوز په داسې حال کې ترسره شوې چې د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه په غزه کې، لا هم د اسرائیلو د بې‌درېغه او فاجعه‌بارو بریدونو لاندې دی، او اشغالګر رژیم پرته له دې چې انساني ‏او نړیوالو اصولوته پام وکړي، دغه تاوتریخوالی ته دوام ورکوي. له بده مرغه، دا ډول کړنې چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت لا پسې کړکیچن او اندېښمن کړی دی. اسلامي امارت له ټولو ذيدخلو جهتونو څخه غواړي چې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې، چې د منطقوي ثبات او امنیت ساتل دي، ‏په پوره مسؤلیت سره دې موضوع ته رسیدنه وکړي او د دې اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې بې ثباتي او نا امني نوره هم پراخه شي. ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی ۱۴۴۶/۱۲/۱۷ھ ق ۱۴۰۴/۳/۲۳ھ ش - 2025/6/13م https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments