خبرونه
خبرونه
June 13, 2025 at 08:03 AM
د اسرائیلو د روغتیا وزارت او د پوځ قومندانۍ د دغه هېواد ټولو روغتونونو ته امر کړی دی، چې خپلې خدماتې چارې خوندي پناه‌ځایونو ته انتقال کړي او له خلکو یې غوښتي چې له بېړنیو حالاتو پرته دې روغتونونو ته نه ورځي. له دې سره هم‌مهاله، روغتیایي مرکزونو اعلان کړی، چې خپل ټول غیر بېړني روغتیایي خدمات یې لغوه کړي دي. په اسرائيلو کې د ايران د بريد له وېرې د وضعیت جدي‌ والی تر دې اندازې رسېدلی چې په اسرائیلو کې د امریکا سفارت خپلو ټولو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر کړی، چې تر دوهمې خبرتيا پورې دې په خپلو استوګنځایونو کې پناه واخلي. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments