خبرونه
خبرونه
June 13, 2025 at 08:08 AM
د سرپرست حکومت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد پر ايران د اسرائيلي رژيم وروستي بريدونه او د دغه هېواد د پوځي قومندانانو او اټوم پوهانو ترور د نړيوالو حقونو له اساسي اصولو او د هېوادونو له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه څرګنده سرغړونه بللې او په کلکه یې غندنه‌ کړې ده. ښاغلي مجاهد د سرپرست حکومت په استازيتوب زياته کړې «دا تجاوز داسې مهال ترسره کېږي چې غزه او د فلسطين مظلوم ولس لا هم د اسرائیلو تر فاجعانه بمبارد لاندې دی او اسرائيل کوم نړيوال اصل ته پرته له کتو تاوتريخوالي ته دوام ورکوي چې په دې سره به د سيمې وضعيت لا هم کړکېچن شي». د مرکزي وياند په خبره، سرپرست حکومت له ټولو اړونده هېوادونو غواړي چې دې موضوع ته رسېدنه وکړي څو په سيمه کې بې ثباتي او نا امني نوره هم پراخه نه شي. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments