خبرونه
خبرونه
June 13, 2025 at 08:36 AM
راپورونه وايي، پر ايران د اسرائيلي رژيم له بريد راوروسته تازه د دغه هېواد په قم ښار کې د جمکران جومات پر بام د غچ اخیستلو سور بیرغ پورته شو. د معلوماتو له مخې، په دې سور بيرغ «یا لثارات الحسین» (ای د حسین د غچ اخیستونکو!) کلمه لیکل شوې، چې د انتقام اخیستلو یو ښکاره پیغام دی. ياده دې وي، چې ایران دا سور بیرغ یوازې په ځانګړو حالاتو کې پورته کوي او تر دې وړاندې یې د قاسم سلیماني د وژل کېدو وروسته هم پورته کړی و. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments