خبرونه
خبرونه
June 13, 2025 at 02:50 PM
*اسرائیلو تازه بریدونو کې د ایران اټومي تاسیساتو لوی مرکز په نښه کړی* الجزیرې ټلوېزیون د سرچینو په حواله ویلي، اسرائیلي اشغالګر رژیم د ایران پر ځینو ښارونو بیا بریدونه کړي. راپورونه وايي، د اسرائیلو له لوري د بریدونو په دې لړۍ کې اصفهان، نطنز او تبریز ښارونو په نښه شوي دي. الجزیرې ویلي، چې نطنز کې د ایران اټومي تاسیساتو مرکز په نښه خو زیاته کړې یې ده، چې اټومي لوګي نه دي تر سترګو شوي. په ورته مهال تسنیم ایراني اژانس له یوې خپرې شوې ويډیو سره چې لوګي یې پورته شوي لیکلي، چې اسرائیلي ځواکونو یو ځل بیا تبریز ښار په نښه کړ. همدې بیا ځلي بریدونو د نړېوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې ده، چې د خراب وضعیت څارنه کوي. اسرائیلي رسنیو ویلي، پر یادو ښارونو سربېره یې کرمانشاه کې هم ځیني مهم مرکزونه په نښه کړي او زیاتوي، چې هدفي ځای کې یې د توغنديو او ډرون جوړولو مرکزونه له منځه وړي. پر ایران د اسرائیلو بریدونو تازه لړۍ داسې مهال رسنیزه شوه، چې عراق او اردن هېوادونو له خپل هوايي حریم څخه د اسرائیلو پر لور د شاوخوا ۱۰۰ ایراني بې پیلوټه الوتکو د تېرېدو خبره وکړه. پر ایران خاوره د اسرائیلو بېګاني بریدونه افغانستان، سعودي عربستان، جاپان، بریټانیا، اردن او عراق په ګډون ځینو نړېوالو سازمانونو وغندل. #حریت_راډيو
👍 1

Comments