
خبرونه
June 13, 2025 at 04:37 PM
”دا به جنت ته هم په خندا ننوځي“
۳_یو ځل یو کوچی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، خپله اوښه یې بهر ودروله، ځینو صحابو نعیمان ته وویل، ډېر سپور خواره شوي یو، کاش دا اوښه حلاله کړې، نعیمان اوښه چپه کړه، کوچی راووت چیغې یې کړې، ای محمده اوښه مې یې حلاله کړې ده.
نبی اکرم صلی الله علیه وسلم راووت، ویې ویل:
دا کار چا کړی دی؟ ورته وویل شول، نعیمان دا کار کړی دی. ورپسې شو، اخر یې د زبیر بن عبدالمطلب د لور ضباعه په کور کې وموند، د کور په سوړه کې ننوتی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ځای ته لاس ونیوه چې هلته دی، راویې ویست، ورته یې وویل، څه شي دې کار ته اړ ویستې؟!
هغه وویل: ای د الله رسوله چا چې زه در وښودم، هم هغوی راته وویل چې دا اوښه حلاله کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له مخ نه خاورې پاکولې او خندل یې، بیا یې کوچي ته د اوښې تاوان ورکړ.
تاسې د رسول الله صلی الله علیه وسلم، عظمت او شخصیت ته وګورئ، دا صحابي یې ونه رټه، ځکه چې د دې صحابي په فطرت کې ټوکې نغښتې وې.
دې صحابي به زیات خندل، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه وویل، دا به جنت ته هم په خندا ننوځي.
حواله له؛ الإصابة في تمييز الصحابة د ابن حجر عسقلاني (ج 3، ص 557، د نعیمان تر نوم لاندې ذکر شوی).
❤️
2