خبرونه
خبرونه
June 13, 2025 at 05:32 PM
د ایران د سپاه پاسداران نوي قومندان محمد پاکپور د ایران مذهبي مشر ته په لیکلي پیغام کې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د ماشومانو پر وژنې تورن کړی او خبرداری یې ورکړی، چې ډېر ژر به د دغه رژیم پر مخ د جهنم دروازې پرانیستل شي. هغه وړاندې د ایران مذهبي مشر ته د خپل هېواد د متخصصینو او پوځي مشرانو پر وژل کېدو تسلیت ویلی او ډاډ یې ورکړی چې له خپل نظام او هېوادوالو به په کلکه دفاع کوي. محمد پاکپور د صهیونیستي اسرائیلو بریدونو ته ځواب حتمي بللی او خبرداری یې ورکړی، چې د وژل شویو پوځي مشرانو او اټومي ساینس‌پوهانو د ترور غچ به اخلي. د ویلو ده، چې صهیونیستي اسرائیلو نن له ۲۰۰ جنګي الوتکو په استفادې د ایران پر بېلابېلو سیمو درانه هوایي بریدونه وکړل، چې پر مهال یې د عامو ایرانیانو په ګډون مهم پوځي مشران او اټومي متخصصین ووژل شول. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
👍 1

Comments