خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 03:04 AM
*د ناروغ فلسطیني ماشوم لپاره د افغانانو خواخوږي؛ د افغان غږ ادارې له لورې له مظلومې مور سره ۱۱۰۰ امریکايي ډالره مرسته وشوه* په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې یوه زړه بوږنوونکې ویډیو خپره شوه، چې پکې یوه مظلومه فلسطینۍ مور د خپل سخت ناروغ ماشوم "سعدالله" لپاره د امت له خواخوږو انسانانو مرسته غوښتې وه. یادې ویډیو د افغانانو زړونه سخت ودردول، او د افغان غږ ادارې مخلصو او مهربانه همکارانو هم ژوره خواشیني څرګنده کړه. د انساني او اسلامي ورورولۍ پر بنسټ، هڅې پیل شوې چې له دغې مور سره تماس ونیول شي او عاجله مالي مرسته ورکړل شي. له لټون او هڅو وروسته له مور سره اړیکه ونیول شوه، او په ټولیز ډول ۱۱۰۰ امریکايي ډالره مرسته ورسره وشوه. د سعدالله مور، چې زوی یې د سختې خوارځواکۍ له امله په روغتون کې د ځانګړې پاملرنې تر څار لاندې دی، د مرستندویو افغانانو څخه ژوره مننه وکړه. هغې دغه مرسته د اسلامي ورورګلوي یوه روښانه بېلګه وبلله او وویل: "زه د سعدالله ماشوم مور یم، چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی. دا مهال مې زوی په روغتون کې بستر دی. زه پخپله هلته نشم ورتلی، خو د منصور افغان ورور په غوښتنه مې دا پیغام درته ثبت کړ چې یادې مرستې 650$ ډالر د مولوي شمس الرحمن حبیب له خوا، د غزني ولایت د غمامه جومات د اوسیدونکو له لوري. 100 ډالره د مفتي سلیمان غزنوي له لوري. 100 ډالره د خاموش غزنوي صیب له لوري. 142 ډالره د الحاج محمد سرور له لوري. 48 ډالره د مولوي شفیع الله نصرت له لوري. 25 ډالره د مستری آغا له لوري. 37 ډالره د وطاق د ملګرو له خوا. ټولې نقده مرستې منصور افغان ته سپارل شوې وې، چې بیا د افغان غږ ادارې له لارې واستول شوې. د یادونې وړ ده، چې نوموړی ماشوم سعید جان اوس هم تر درملنې لاندې دی، او د مور په غوښتنه یې لا هم نورو مالي مرستو ته اړتیا لري. افغان غږ نشراتي ادارې واتساب نمبر 0795544044 ممو اکاونټ نمبر 0777175135 عزیزي بانک اکاونټ نمبر 002101104099262
❤️ 1

Comments