
خبرونه
June 14, 2025 at 04:37 AM
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر ایران د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې ویلي، مقابل لوري داسې کړنه ترسره کړه، چې د اټومي پروګرام پر سر خبرې نورې بې مانا دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له قوله راپور ورکړی، نه شي کولی جګړې او خبرو دواړو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ شپږم پړاو خبرې سبا یکشنبه د عمان پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.
اسرائیلو د جمعې په ورځ سهار وختي د ایران په بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل، چې وروسته ایران په ځوابي برید لاس پورې کړ.
پر ایران د اسرائیلو تر بریدونو وروسته ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي، د اسرائیلو بریدونو کې د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان شوي.
بلخوا د اسرئیلو یورشلم پوسټ ورځپاڼې هم راپور ورکړی، چې په تل ابیب د ایران په ځوابي برید کې تر دې مهال دوه تنه وژل شوی او ۶۳نور ټپیان دي.
https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J