
خبرونه
June 14, 2025 at 06:21 AM
د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، پر صهیونیستي اسرائیلو د ایران د وروستیو توغندیزو بریدونو پر مهال په اشغال شوي ریشون لتسیون ښار کې دوه صهیونیستان وژل شوي دي.
د صهیونیستي رژیم رسنۍ وايي، په تازه بریدونو کې ۲۱ نور صهیونیستان ټپیان شوي هم دي، چې د شپږو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د یادونې ده، چې د ایران له خوا پر صهیونیستي اسرائیلو د توغندیزو بریدونو له پیل راهیسې تر دې دمه ۷۷ صهیونیستان ټپیان شوي دي.
https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J
❤️
👍
2