
خبرونه
June 14, 2025 at 09:30 AM
رویټرز خبري اژانس د اسرایلي چارواکو له قوله لیکلي چې، "د دوی یو اوږدمهاله هدف د ایران د رژیم نسکورول هم دي."
د راپور له مخې، "د جمعې ورځې بریدونه نه یوازې د ایران اټومي تأسیسات او د توغندیو فابریکې په نښه کړې، بلکې د ایران د نظامي زنځیر رهبرۍ مهم کسان او اتومي ساینسپوهان یې هم هدف ګرځولي او دا هغه عوامل دي چې ښایي د اسلامي جمهوریت په مشرتابه کې «بېثباتي» رامنځته کړي."
دا په داسې حال کې ده چې اسرایل پخپلو رسمي پاڼو داسې انځورونه کړي چې د ایراني رژیم د مشرانو او حکومت نسکورولو ته پکې مستقیمه اشاره شوې.
بلخوا، د ايران پخواني وليعهد رضا پهلوي؛ له خلکو څخه غوښتي، چې فرصت څخه په ګټې اخیستو راووځي او د اخوندانو رژیم؛ چپه کړي.
رضا پهلوي د امریکا په مریلینډ کې ژوند کوي او له اسرایلو سره خورا نږدې اړیکې لري..
#خبرونه
https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J