خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 09:55 AM
ایراني او اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کمه شوې، خو لاهم دوام لري او اسرائیلو د ایران په بېلابېلو سیمو تازه بریدونه کړي. د ایران فارس اژانس خبر ورکړی، چې څو شېبې وړاندې د صهیونیستي رژیم توغندیو د ختیځ اذربایجان ولایت کې څلور سیمې په نښه کړې دي. دغې رسنۍ ویلي، خرم اباد او کرمانشاه کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي. بل‌خوا راپورونه کاږي، چې د ایران څو چاودېدونکې ډرون الوتکې اشغالي سیمو ته دننه شوې او اسرائیلو کې د ځینو اهدافو په نښه کولو کې بریالۍ شوې هم دي. #خبرونه https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments