خبرونه
خبرونه
June 14, 2025 at 10:18 AM
د پنجشېر ولایت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز او اووه‌ ګونو ولسواليو کې د نړيوال بانک په مرسته د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست په همغږۍ د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې ۱۲۰ پروژو د تطبيق چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سرچينې په خبره په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو جوړول، د څښاک اوبو شبکې، د اوبخور کانالونه او د کلیو د سړکونو جوړول شامل دي، چې عملي چارې یې سږ کال پیل شوي او لا هم روانې دي. په ورته وخت کې د پنجشېر والي حافظ محمدآغا حکیم ډاډ ورکړی، چې د پنجشېر ولایتي اداره د خلکو د هوساینې او متوازن پرمختګ لپاره په پوره ژمنتیا سره کار کړی او د همکارو ادارو په همغږۍ یې په دغه ولايت کې اغېزمنې او دوامداره پروژې جذب او پلي کړې دي، چې د اقتصادي پرمختګ سربېره پکې زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې. https://whatsapp.com/channel/0029Va8eV7J5K3zUO8WXs62J

Comments